په بامیان ولایت کې سیمه ییزو طالبانو د یاد ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پیښه کې د ۲۰ سره مېږو د مړینې خبر ورکړ.
په بامیان ولایت کې سیمه ییزو طالبانو د یاد ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پیښه کې د ۲۰ سره مېږو د مړینې خبر ورکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په بامیان ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ نن پنشنبې (د وږي ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې تیره شپه د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ (۱) نمبر "خام" سیمه کې، ۲۰ پسونه هغه وخت ووژل شول کله چې یو پیک اپ ټرک د عامه سړک څخه د تیریدو پرمهال د پسونو له یوې رمې سره ټکر وکړ. د یکاولنګ ولسوالۍ (۱) نمبر سیمه ییز طالبان د خبر ترلاسه کولو وروسته د پیښې ځای ته ورسیدل او د پیښې په اړه یې په دقت سره څیړنه وکړه. د دې پیښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او سرعت بلل شوی او د هغه قضیه د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ (۱) نمبر د امنیتي قوماندانۍ لخوا تعقیب کیږي. جمهورخبري آژانس