دا په زړه پورې ده ۰
په کابل کې د ایران سفارت د هېواد په ختیځو ولایتونو د زلزلې قربانیانو لپاره د ۲۲ ټنو وریجو مرستې په هرات کې سیمه ییزو طالبانو ته وسپارله.
ایران  د زلزلې قربانیانو لپاره ۲۲ ټنه وریجې سیمه ییزو طالبانو ته وسپارلې
په کابل کې د ایران سفارت د هېواد په ختیځو ولایتونو د زلزلې قربانیانو لپاره د ۲۲ ټنو وریجو مرستې په هرات کې سیمه ییزو طالبانو ته وسپارله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د ایران د سفارت د رسنیو دفتر نن د پنشنبې (د وږي ۲۰ مه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو سره د مرستې په څلورم پړاو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت سرې میاشتې په هرات کې سیمه ییزو طالبانو ته ۲۲ ټنه وریجې رسولي دي.

د ایران سفارت ویلي چې تر اوسه پورې، د زلزلې قربانیانو لپاره د ایران ۲۲۰ ټنه بشري مرستې طالبانو ته رسیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې نږدې ۵۰ هیوادونو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې رسولي دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcdxk0fsyt0jn6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته