په پنجشیر ولایت کې سیمه ییزو طالبانو په ولایت کې د دولتي او خصوصي رسنیو خپرونې په بشپړ ډول بندې کړې دي.
په پنجشیر ولایت کې سیمه ییزو طالبانو په ولایت کې د دولتي او خصوصي رسنیو خپرونې په بشپړ ډول بندې کړې دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لیټون د پنشنبې (د وږي ۲۰ مه) وویل چې په ولایت کې د دولتي او خصوصي رسنیو خپرونې په بشپړ ډول بندې شوې دي. طالبانو وویل چې دا پریکړه نن (پنشنبه) پنجشیر ولایت کې د سیمه ییزو طالبانو په یوه غونډه کې وشوه. د یادونې وړ ده چې د طالبانو ډلې مخکې په څو ولایتونو کې د ویډیو خپرونې بندې کړې وې. پرون په بلخ ولایت کې د ملي تلویزیون خپرونې هم بندې شوې. جمهورخبري آژانس