د طالبانو برېښنا شرکت مشر د متحده عربي اماراتو د GSU شرکت له اجرایوي رییس سره د ۵۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید پروژې د پیل په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو برېښنا شرکت مشر د متحده عربي اماراتو د GSU شرکت له اجرایوي رییس سره د ۵۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید پروژې د پیل په اړه خبرې وکړې.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو برېښنا شرکت نن شنبې (د وږي ۲۲مه) په یوه بیان کې وویل چې د شرکت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په جریان کې د GSU شرکت له اجرایوي رییس سره ولیدل او د برېښنا تولید، لیږد او ویش پروژو د پلي کولو په اړه یې بحث وکړ.