دا په زړه پورې ده ۰
په نیمروز ولایت کې سیمه ییزو طالبانو په دې ولایت کې د رواني ناروغانو د ثبت پروسې د پیل اعلان وکړ.
 نیمروز:د رواني ناروغانو د ثبت پروسه پیل شوه په یوه ورځ کې ۲۲ کسان ثبت شوي
په نیمروز ولایت کې سیمه ییزو طالبانو په دې ولایت کې د رواني ناروغانو د ثبت پروسې د پیل اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نیمروز ولایت د والي د رسنیو دفتر نن سې شنبې (د وږي ۲۵ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې ډلې د غیر حاضر مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ، په دې ولایت کې د رواني ناروغانو د ثبت پروسه پیل شوې او په لومړۍ ورځ ۲۲ رواني ناروغان ثبت شوي دي.

د نیمروز ولایت د سرې میاشتې ریاست د ناروغانو طبي معاینات پیل کړي دي ترڅو دوی روغ، متوازن او خوشحاله ژوند ته راستانه شي.

طالبان وايي چې دا اقدام د اسلامي او انساني ارزښتونو د تحقق او د ټولنې زیان منونکو برخو ته د خدماتو وړاندې کولو په لور یو مهم او اغیزمن ګام ګڼل کیږي، چې د نیمروز ولایت د رواني او ټولنیز وضعیت ښه کولو کې به مرسته وکړي.

په دې ولایت کې رواني ناروغان د ښو اخلاقو ریاست لخوا راټولیږي او په زرنج ښار کې د سرې میاشتې دفتر ته معرفي کیږي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcfcvdyew6dcxa.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

وروستي خبرونه