د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال او د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو وزیر په چابهار کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال او د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو وزیر په چابهار کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او پانګونې په اړه خبرې وکړې. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال د رسنیو دفتر نن سې شنبې (د وږي ۲۵ مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې ډلې د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو له وزیر سید محمد عطابک سره ولیدل. په دې غونډه کې، دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې، چابهار او همدارنګه د دواړو خواوو ترمنځ د ګډې اقتصادي کمېټې د فعالیتونو او لا موثریت په اړه خبرې وکړې. د یادونې وړ ده چې د ایران د صنعت، سوداګرۍ او کانونو وزیر پرون د یوه اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و. جمهورخبري آژانس