په خوست ولایت کې د طالبانو د استخباراتو جنګیالیو د ټولنیزو رسنیو یو فعال محمدالله ګران نیولی دی. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوست ولایت د مدني فعال محمدالله ګران خپلوانو نن چهارشنبې (د وږي ۲۶ مه) وویل چې د هغه د نیولو لامل په فیسبوک کې انتقادي پوسټونه وو. د دې مدني فعال له نیول کیدو وروسته، طالبانو د هغه له حساب څخه انتقادي پوسټونه حذف کړل. ګران تر ډیره د ټولنیزو ستونزو په اړه لیکل کول، او دا مسله د سیمه ایزو طالبانو د سخت چلند لامل شوې ده. د هغه یو خپلوان وویل: هغه پخوا په خوست کې د طالبانو ادارو لخوا څو ځله احضار شوی و او د انتقادي پوسټونو خپرولو څخه منع شوی و. جمهورخبري آژانس