د بګرام په اړه د ټرمپ څرګندونو ته د چین غبرګون:د تاوتریخوالي ملاتړ نه کوو

29 سنبله 1404 ساعت 9:27

 د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته چې غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي، چین خپل خبرګون ښودلی دی.


 د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونو ته چې غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي، چین خپل خبرګون ښودلی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ دغه څرګندونې برېتانیا ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیر کېبر سټارمر سره په ګډه خبري ناسته کې کړې وې.
 
ټرمپ ویلي و، چې دوی له افغانستانه وتل غوښتل خو داسې نه چې د بګرام هوايي اډه چین ته پرېږدي.
 
هغه زیاته کړې وه:«موږ غوښتل له افغانستانه ووځو، خو له ځواب او درناوي سره. موږ به هغه بګرام بېرته خپلوو چې په نړۍ کې تر ټوله ستره اډه ده.
 
ټرمپ ویلي:«مو د هېڅ په بدل کې دا اډه هغوی ته ورکړه، بېرته به یې تر لاسه کړو، دا به یو کوچنۍ بېړنۍ خبر وي، موږ دغه اډه بېرته غواړو، یو دلیل یې دا دی، چې تاسې پوهېږۍ دا اډه، د چین د اټومي وسلو جوړولو له ځایه یوازې یو ساعت لرې ده.»
 
د ټرمپ همدې خبرو ته په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن دی او په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتولو ملاتړ نه کوي.
 
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د یوې خبري ناستې پر مهال یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي:«چین د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري، د افغانستان راتلونکې باید باید خپله د افغانانو په لاس کې وي.»
 
جیان پر دوام و ویل:«زموږ ټينګار دا دی، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي زیاتول له ملاتړه نه شي برخمنېدای، موږ هیله لرو، چې ښکېلې خواوې په سیمه ییز ثبات کې رغنده رول ولوبوي.»

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 186191

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186191/

جمهور
  https://www.jomhornews.com