طالبان پاکستان ته: تور لګول او د زور کارول د هیچا په ګټه نه دي

29 سنبله 1404 ساعت 11:41

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تور لګول او د زور کارول د هیچا په ګټه نه دي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې تور لګول او د زور کارول د هیچا په ګټه نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، نن شنبې (د وږي ۲۹ مه) د پاکستان د امنیتي مطالعاتو او څیړنو مرکز سره په خبرو کې وویل چې یو بل تورنول، د زور کارول او داسې چاپیریال رامینځته کول چې د ستونزو حل کول ستونزمن کړي، د دواړو خواوو په ګټه نه دي.

طالبانو وویل چې طالبان په پاکستان کې ناامني نه غواړي او که چیرې د دواړو خواوو ترمنځ کومه ستونزه رامنځته شي، نو باید د ورورګلوۍ په فضا او د خبرو اترو له لارې حل شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د دفاع وزیر پرون ویلي وو چې د افغانستان خاوره د دې هیواد پر وړاندې کارول کیږي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 186204

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186204/

جمهور
  https://www.jomhornews.com