ملګرو ملتونه: افغان ښځې او نجونې له تاوتریخوالي او لوږې سره مخ دي

1 میزان 1404 ساعت 14:27

د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیاله وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د کړکېچ ډېر زیان زغمي او له تاوتریخوالي او لوږې سره مخ دي.


د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیاله وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د کړکېچ ډېر زیان زغمي او له تاوتریخوالي او لوږې سره مخ دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، سیما باهوس نن د (د تلې اوله) د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې چې د ښځو په اړه د څلورمې نړیوالې غونډې د ۳۰مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه وویل چې دا سازمان په افغانستان، کانګو، غزه، سوډان، اوکراین او یمن کې د هغو ښځو پوروړی دی چې د غمجنو پیښو سره مخ دي.

هغې وویل: په افغانستان کې ښځې او نجونې د کړکېچ ډېر زیان زغمي او له تاوتریخوالي او لوږې سره مخ دي.

له بلې خوا، د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورترې وویل چې په افغانستان او فلسطین کې ښځې او نجونې په قصدي او سیستماتیک ډول په نښه کیږي او له منځه وړل کیږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د لوړې کچې غونډه د ښځو په اړه د څلورمې نړیوالې غونډې د دېرشمې کلیزې د لمانځلو لپاره ترسره کیږي، او د ملګرو ملتونو سرمنشي او د نړۍ ډیری مشران پکې ګډون کوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 186353

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186353/

جمهور
  https://www.jomhornews.com