د افغانستان ختیځ ولایتونه ۴.۹ درجې زلزلې ولړزول

1 میزان 1404 ساعت 16:47

د امریکا د جیولوژیکي سروې د هیواد په ختیځ کې د ۴.۹ درجې زلزلې راپور ورکړ.


د امریکا د جیولوژیکي سروې د هیواد په ختیځ کې د ۴.۹ درجې زلزلې راپور ورکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، د امریکا د جیولوژیکي سروې نن سې شنبې(د تلې اوله) اعلان وکړ چې زلزله نن سهار شاوخوا ۳:۲۰ بجې د جلال آباد ښار شمال ته ۲۳ کیلومتره لرې او د ۱۰ کیلومتره ژوروالي کې وشوه.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر هم وویل چې زلزلې ولایت او د هغه شاوخوا سیمې ولړزولې.

په کابل او ګاونډیو ولایتونو کې هم زلزله لږ احساس شوه.

د دې زلزلې د تلفاتو او زیانونو په اړه تر اوسه معلومات نشته.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې د هیواد په ختیځ کې د ۶.۰ درجې زلزله وشوه چې په زرګونو خلک یې ووژل او ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 186363

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186363/

جمهور
  https://www.jomhornews.com