په کابل کې د ایران د سفارت مشر وايي چې د ایران خصوصي سکتور کولی شي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ زیربنا په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
په کابل کې د ایران د سفارت مشر وايي چې د ایران خصوصي سکتور کولی شي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ زیربنا په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په کابل کې د ایران د سفارت د رسنیو دفتر نن پنشنبې (د تلې ۱۰مه) د کابل د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون په څنډه کې د سفارت د مشر لخوا په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د کرنې او مالدارۍ سکتورونو کې د ایران او افغانستان ترمنځ ګډه همکاري ګټوره ده. هغه زیاته کړه چې د ایران خصوصي سکتور کولی شي د کرنې او مالدارۍ صنعتونو د زیربنا په پراختیا کې مهم رول ولوبوي. د ایران د سفارت د مشر په وینا، افغانستان اړتیا لري چې سړې خونې، قصاب خانې، د کرنیزو ماشینونو تولید، د اوبو لګولو وسایل، او د محصولاتو پروسس او بسته بندۍ لړۍ جوړه کړي. جمهورخبري آژانس