اروپایي ټولنې یو ځل بیا په نړیواله زده کړه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټولو لپاره زده کړه د یو انعطاف منونکي او ځان بسیا افغانستان لپاره کلیدي ده.
اروپایي ټولنې یو ځل بیا په نړیواله زده کړه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټولو لپاره زده کړه د یو انعطاف منونکي او ځان بسیا افغانستان لپاره کلیدي ده. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د رسنیو دفتر نن یکشنبه (د تلې۱۳مه)، د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې د ښوونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت، اتحادیه د ټولو افغان ښوونکو، په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو او زده کونکو د نه ستړې کیدونکو هڅو ستاینه او لمانځنه کوي. اروپايي ټولنې ټینګار کړی چې د ټولو لپاره زده کړه د یو انعطاف منونکي او ځان بسیا افغانستان لپاره کلیدي ده او د دې اقتصادي پرمختګ پیاوړی کوي. د یادونې وړ ده چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې، د اکتوبر ۵مه (د اکتوبر ۱۳مه) د یونسکو لخوا د "نړیوال ښوونکي ورځ" نومول شوې ده. د طالبانو ډلې دا ورځ د ښوونکو د ورځې په توګه نه ده منلې او دا ورځ په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې نه ده لمانځل شوې. جمهورخبري آژانس