د هېواد د علماوو شورا یو پخوانی غړی وايي، طالبانو په دوحه کې بګرام تبادله کړی او د عامه افکارو د غولولو لپاره یې د هغه سپارل ځنډولي دي.
د هېواد د علماوو شورا یو پخوانی غړی وايي، طالبانو په دوحه کې بګرام تبادله کړی او د عامه افکارو د غولولو لپاره یې د هغه سپارل ځنډولي دي. د جمهور آژآنس د خبر له مخې، مولوي حبیب الله حسام نن دوشنبې (د تلې ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د طالبانو نیابتي تکفیري ډلې په دوحه کې بګرام تبادله کړی او د عامه افکارو د غولولو لپاره یې د هغه سپارل ځنډولي دي. هغه زیاته کړه: طالبان هڅه کوي چې د جعلي فتواوو په خپرولو سره دا خیانت توجیه کړي. د مولوي حسام په وینا، نه اسلام، نه ځمکه، او نه خپلواکي د طالبانو لپاره ارزښتناکه ده؛ د دوی یوازینۍ موخه ډله ایز او فاشیستي تسلط او کنټرول دی. دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې د طالبانو د ډلې غیر حاضر مشر د ډلې ټول واليان او د ولسوالیو مشران د متحده ایالاتو ته د بګرام هوایی ډګر د سپارلو په اړه د مشورې لپاره کندهار ته رابللي دي، او دوی له پرون راهیسې په دې موضوع سلا مشورې کوي. جمهورخبري آژانس