د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) اجرایوي رییس وايي چې په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له امله اغیزمنو ماشومانو کې د سیلابونو، انتاناتو او سړې هوا خطرونه زیات شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) اجرایوي رییس وايي چې په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له امله اغیزمنو ماشومانو کې د سیلابونو، انتاناتو او سړې هوا خطرونه زیات شوي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) اجرایوي رییس تاج الدین اویولي نن دوشنبې (د تلې ۱۴مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي: "بارانونه رارسیدلي، په هغو ټولنو کې د سیلابونو، انتاناتو او سړې هوا خطرونه، په ځانګړې توګه ماشومان، چې د ختیځ افغانستان کې د زلزلې له امله اغیزمن شوي، زیات شوي دي." د دې وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره، هغه زیاته کړه: د یونیسف لخوا د ۲۱.۶ ملیون ډالرو مرستې غوښتنه په بشپړه توګه نه ده پوره شوې. د یونیسف اجرایوي رییس په بشري بسپنه ورکوونکو غږ وکړ چې اوس د افغانستان د ماشومانو سره ودریږي. د یادونې وړ ده چې د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله له ۲۶۰،۰۰۰ څخه ډیر ماشومان اغیزمن شوي دي. جمهورخبري آژانس