اروپایي ټولنه د هستوګنې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي چې دا اداره د زیان منونکو افغانانو لپاره د خوندي او انعطاف منونکو استوګنځایونو چمتو کولو ته ژمن ده.
اروپایي ټولنه د هستوګنې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي چې دا اداره د زیان منونکو افغانانو لپاره د خوندي او انعطاف منونکو استوګنځایونو چمتو کولو ته ژمن ده. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د تلې ۱۴مه) د هستوګنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې وویل چې اتحادیه د ټولو لپاره، په ځانګړې توګه داخلي بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د خوندي او انعطاف منونکو استوګنځایونو چمتو کولو ته ژمن ده. په اعلامیه کې ویل شوي چې موږ د زلزلې قربانیانو لپاره د بیړني سرپناه، د سیلابونو ساتنې او د اقلیم سمارټ کرنې چمتو کولو لپاره د حیاتي مرستې هڅو تمویل کوو ترڅو اوږدمهاله انعطاف رامنځته کړو. جمهورخبري آژانس