دا په زړه پورې ده ۰
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ډله به یې په هیڅ حالت کې د بګرام هوايي ډګر امریکا ته ونه سپاري.
له امریکا سره مو په پګرام نه د سفارتونو په پرانستو خبرې کړې
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، ډله به یې په هیڅ حالت کې د بګرام هوايي ډګر امریکا ته ونه سپاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې،  مجاهد نن دوشنبې(د تلې ۱۴مه) سکای نیوز ته ویلي، دوی به په هیڅ حالت کې د افغانستان خاوره بهرنیانو ته د سپارلو اجازه ورنه کړي.

هغه زیاته کړه: د طالبانو ډلې له امریکا سره په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په کابل کې د امریکا سفارت د بیا پرانستلو په اړه له امریکایي چارواکو سره خبرې کړې دي.

جمهورخبري آژانس

 
https://jomhornews.com/vdcf1vdy1w6dcea.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته