دا په زړه پورې ده ۰

د پاکستان پوځ: د طالبانو ۲۰ سرحدي پوستې په مو نښه کړې
د پاکستان پوځ وايي، د طالبانو تېرې شپې بریدونو په ځواب کې یې د دې ډلې شل پوستې په ډیورنډ فرضي کرښه په نښه کړې دي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ چارواکو نن سهار، یکشنبې(د تلې مه) اعلان وکړ چې د هیواد سرحدي ځواکونو د تیرې شپې د هیواد په سرحدي پوستو د طالبانو د بریدونو په ځواب کې د طالبانو ۲۰ سرحدي پوستې په نښه کړې دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې په خرم سیمه کې یو شمیر طالب ځواکونه هم پاکستاني ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو ډلې تیره شپه د ۱۱ بجو څخه تر ۱۲ بجو پورې د پاکستان د سرحدي پوستو په وړاندې بریدونه پیل کړل.

تر اوسه پورې دواړو خواوو په جګړه کې د تلفاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

جمهور خبري اژانس
https://jomhornews.com/vdcj8mevouqeohz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته