د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون تایید کړه چې د دوی دوه سیمه ییز خبریالان نن سهار د دې ډلې د سرحدي ساتونکو او پاکستانیانو ترمنځ په نښته کې وژل شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون تایید کړه چې د دوی دوه سیمه ییز خبریالان نن سهار د دې ډلې د سرحدي ساتونکو او پاکستانیانو ترمنځ په نښته کې وژل شوي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سرچینو نن چهارشنبې (د تلې ۲۳ مه) رسنیو ته تایید کړه چې د دوی دوه سیمه ییز خبریالان نن سهار د کندهار په سپین بولدک کې په یوه نښته کې وژل شوي دي. د یادونې وړ ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې نن سهار په یوه نښته کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۰ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي. د کندهار او پکتیکا په پوله کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې بیا پیل شوې او دوام لري. جمهورخبري آژانس