د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال د روسیې د شرکتونو له چارواکو سره وکتل او په افغانستان کې یې د پانګونې لپاره د دوی د چمتووالي هرکلی وکړ.
د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال د روسیې د شرکتونو له چارواکو سره وکتل او په افغانستان کې یې د پانګونې لپاره د دوی د چمتووالي هرکلی وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال د رسنیو دفتر نن چهارشنبې (د تلې ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې ملا عبدالغني د یو شمېر روسي شرکتونو له چارواکو سره ولیدل. د روسي شرکتونو چارواکو اعلان وکړ چې دوی چمتو دي چې په افغانستان کې د تیلو د اکتشاف او استخراج، جست، مسو او کرومایټ، د اوبو مدیریت، د بریښنا تولید او د تخنیکي ماشینونو تولید په برخو کې پانګونه وکړي او په کابل کې خپل دفتر پرانیزي ترڅو د اړوندو څانګو سره چټکه همغږي رامنځته کړي. د طالبانو د اقتصادي چارو مرستیال وزیر په مختلفو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د روسي شرکتونو د لیوالتیا هرکلی وکړ او هغوی ته یې د هر ډول اړینې همکارۍ ډاډ ورکړ. جمهورخبري آژانس