د پاکستان دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسلام آباد د هند او افغان طالبانو له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره جلا بیړني پلانونه چمتو کړي دي.
د پاکستان دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اسلام آباد د هند او افغان طالبانو له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره جلا بیړني پلانونه چمتو کړي دي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د وضعیت په اړه له سعودي عربستان او قطر سره په دوامداره توګه په تماس کې دی او د افغانستان یا هند له هر ډول تیري سره یې ځانګړي او جلا غبرګونونه چمتو کړي دي.