د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړی استازی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي سره په یوه غونډه کې وايي چې د بشري حقونو سرغړونو ته رسیدګي د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینه ده.
د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړی استازی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي سره په یوه غونډه کې وايي چې د بشري حقونو سرغړونو ته رسیدګي د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینه ده. د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لینډسي تېره شپه (د تلې ۲۳ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: ما د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي سره د هغه د حیاتي کار په اړه د بحث لپاره ولیدل. هغه زیاته کړه: برتانیا په بشپړ ډول د هغه د ماموریت ملاتړ کوي او د بشري حقونو سرغړونو ته رسیدګي د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینه ده. جمهورخبري آژانس