دا په زړه پورې ده ۰
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړو د پکتیکا په ارګون کې «پر لوبغاړو د پاکستان برید» غندلی، او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.
د کرېکټ ملي لوبډلې غړو «پر لوبغاړو د پاکستان برید» غندلی دی
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړو د پکتیکا په ارګون کې «پر لوبغاړو د پاکستان برید» غندلی، او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.

راشد خان: ګران وطن باندې د پاکستان بریدونه په کلکه غندم او دغو بریدونو کې د هېوادوالو او کرکټ لوبغاړو د شهادت له کبله سخت خواشینی یم او تسلیت وایم.

محمد نبي: د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شهادت خبر راته خورا دردوونکی وو چې د کرکټ له یوې دوستانه لوبې وروسته د پاکستان پوځي رژیم د بې رحمانه برید ښکار شول. دا پېښه یوازې د پکتیکا نه بلکې، د ټول افغانستان د کرکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی. مو به د دوی یاد او قرباني هېڅکله هېره نه کړو.

حشمت الله شهیدي: په ژوره خواشینۍ او د زده له درده مې واورېدل، چې د پکتیکا ولایت ارګون سیمه کې د پاکستان رژیم په ظالمانه بمبار کې د افغانستان د کورني کرکټ درې تکړه او هیله من لوبغاړي شهیدان شوي دي. دوی د سولې، ویاړ او د وطن د رڼا استازي وو، د توپ او بېټ له لارې یې د وطن نوم روښانه ساته، خو د جبر تیارو پرې د تل لپاره تور سیوری واچاوه.

ګلبدین نایب: په ژوره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ پر بې ګناه ولسونو د پاکستان د بزدلانه پوځي رژیم له خوا یو خونړی برید تر سره شوی دی، چې په نتیجه کې یې د کرکټ زلمیان او یو شمېر نور بې ګناه وطنوال شهیدان شوي دي. دا برید نه یوازې له انسانیت او اسلامي اصولو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د خپلواکۍ، عزت او ملي غرور پر وړاندې یو ښکاره تجاوز هم دی. د پاکستان د پوځ دا ډول وحشیانه کړنې هېڅلکه د افغان ملت اراده نه شي کمزورې کولی، بلکې زموږ د زړورو زلمیانو د وطن پالنې روحیه لا پیاوړې کوي.

رحمان الله ګربز: په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ کې خدای ناترسه هېواد زموږ د هېواد څو لوبغاړي په شهادت رسولي دي. له لوی رب نه ورته جنت الفردوس غواړم او متعال رب د زموږ د هېواد ابدي دښمنان ذلیله کړي.
 
 یادولو ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي‌ چې په دغه برید کې د درو لوبغاړو په ګډون اته تنه وژل شوي او له کبله یې له پاکستان سره راروانې لوبې لغوه کړې دي.

په پام کې وه چې افغان لوبډله د راروانې نومبر میاشتې په وروستیو کې له پاکستان سره د کرېکټ شل اووریزې لوبې وکړي، خو د افغانستان کرېکټ بورډ اوس ویلي چې د دغه برید "قربانیانو ته د درناوي په موخه" یې د دې لوبو د لغوه کولو او پکې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.

پاکستان تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcbzzb85rhbw8p.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته