په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (FAO) په ټول افغانستان کې د ۱۹۰۰ باغونو د جوړولو اعلان وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (FAO) په ټول افغانستان کې د ۱۹۰۰ باغونو د جوړولو اعلان وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (FAO) د رسنیو دفتر نن پنشنبې (د لړم ۸ مه) په یوه بیان کې وویل چې دا اداره د نړیوال بانک په ملاتړ سره په ټول افغانستان کې ۱۹۰۰ باغونه جوړوي. FAO وویل چې دا باغونه به د بزګرانو سره د دوی د حاصلاتو په لوړولو، مهارتونو ښه کولو او د دوی عاید خوندي کولو کې مرسته وکړي. سازمان د غور ولایت د یو بزګر له قوله ویلي چې: "د لوړ حاصل ورکوونکو ونو د نوي ډولونو او مناسبې روزنې سره، زما باغ اوس تر بل هر وخت ښه وده کوي." جمهورخبري آژانس