د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د هیواد په څلورو ولایتونو کې له زرو څخه زیاتو کورنیو ته د بشري مرستو د ویش اعلان وکړ.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د هیواد په څلورو ولایتونو کې له زرو څخه زیاتو کورنیو ته د بشري مرستو د ویش اعلان وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنشنبې (د لړم ۸ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په دې اونۍ کې په کابل، خوست، بادغیس او سمنګان ولایتونو کې ۱۵۳۷ بې ځایه شویو، راستنیدونکو، اړمنو او کوربه ټولنو ته نغدي پیسې، خواړه او د خیمو مرستې ویشل شوي دي. په اعلامیه کې ویل شوي: په خوست کې ۲۱۹ کورنیو ته ۲۸۹،۸۰۰ افغانۍ، په کابل کې ۱۱۸۷ کورنیو ته ۵ توکي خوراکي توکي، په بادغیس کې ۸۳ کورنیو ته ۱،۲۱،۲۵۰ افغانۍ او په سمنګان کې ۴۸ کورنیو ته یوه خیمه وویشل شوه. دا مرستې د ملګرو ادارو لخوا چمتو شوې، چې هر یو یې د کډوالو د څانګو لخوا د پیژندلو وروسته ترلاسه کړې. جمهورخبري آژانس