د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ خبرې یوځل بیا پیل شوې. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، رویټرز خبري آژانس د دریو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې خبرې د دوو منځګړو هېوادونو ترکیې او قطر په غوښتنه پیل شوي او روانې دي. همداراز یوه پاکستاني چارواکي ویلي چې د دې هېواد استازي به بیاهم پر خپله دې غوښتنه ټینګار وکړي چې افغانستان باید د اسلامپالو وسله والو ډلو پرضد چې د دوی په وینا د افغانستان په قلمرو کې ځالې لري او پر پاکستان حملې هلته تنظیموي، اقدام وکړي. افغان طالبانو ته یوې نژدې سرچینې رویټرز ته ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف وړ ډېری مسایل حل شوي خو د پاکستان یوازې څو غوښتنو ته د حللارو موندلو لپاره وخت ته اړتیا شته، ځکه د هغو منل ګران دي. رویټرز د سرچینو هویت نه دی ښودلی ځکه هغوی د خبرو اجازه نه درلوده. په کابل او اسلام آباد کې چارواکو تراوسه رسما په دې اړه څه نه دي ویلي. جمهورخبري آژانس