دا په زړه پورې ده ۰
نوې ډېلي، د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هند د افغانستان ارضي تمامیت ته ژمن دی.
هند د افغانستان د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د ملاتړ پر ژمنه ټینګار کړی
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، هندي رسنیو د دې هېواد د بهرنیوچارو وزارت د ویاند رندهیر جیسوال له قوله راپور ورکړی چې نوموړي نن (پنشنبې د لړم ۸ مه) په یوه خبري غونډه کې هغه څه چې ده د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه کړکېچ وباله، د نه منلو وبلل.

ښاغلي جیسوال ویلي نوې ډېلي د افغانستان د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواکۍ بشپړ ملاتړ کوي.

جیسوال وویل«زه پر خپله هغه وینا بیا ټینګار کوم چې پاکستان د افغانستان پر خپلو سیمو له حاکمیت څخه په غوسه دی.»

د هند د بهرنیوچارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له کابله د طالبانو او له اسلام آباد څخه د پاکستان استازي پر ډیورنډ کرښه له خونړیو نښتو وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې د اړیکو د ښه کولو په مقصد خبرې کوي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcepf8zzjh8vpi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته