د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک دوی نه دی، جوړ کړی، بلکې دا د پاکستان د غلطو پالیسو له امله رامنځ ته شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک دوی نه دی، جوړ کړی، بلکې دا د پاکستان د غلطو پالیسو له امله رامنځ ته شوی دی. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، حقاني دغه څرګندونې کابل کې د پولیسو یوې ناستې ته کړې او ویلي یې دي، دا ناسمه خبره ده، چې څوک وايي، تحریک طالبان موږ جوړ کړی. هغه و ویل: «دا غلطه ده، چې تحریک طالبان موږ جوړ کړی، په ۲۰۰۳ کال کې دوی [پاکستان] ته قبایل راپورته شول، د دوی د غلطو پالیسیو له وجې، له هغې دا تحریک جوړ شو، تحریک طالبان پاکستان.» حقاني زیاته کړې، له ۲۰۰۳ کال راوروسته چې کومې پېښې شوي هرڅه په پاکستان کې د ننه شوي. سراج الدین حقاني پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې که کړکېچ دوام وکړي نو «پاکستان به پاکستان پاتې نه شي.» دا په داسې حال کې ده، چې تایید شوي راپورونه وايي، د طالبانو او پاکستان د استازو تر منځ په استانبول کې خبرې بیا پیل شوې دي. جمهورخبري آژانس