دا په زړه پورې ده ۰
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه لړۍ په دویمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماته وکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته ماته ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه لړۍ په دویمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماته وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبه چې پرون جمعه د (لړم ۹ مه) مازیګر مهال پیل او د شپې پای ته ورسېده، لومړی زمبابوې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په دویمه پاڼې کې افغان توپوهونکو ښه پیل وکړ او په ۱۸ ام اور کې یې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۹ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ ۵۳ او عزمت الله عمرزي په ۱۳ توپونو ۲۵ مندې وکړې.

د دویمې لوبې په ګټلو سره افغانستان له زمبابوې دغه لوبلړۍ ۲-۰ ګټلې او درېیمه لوبه سبا یکشنبې د لړم ۱۱ مه د کابل پر وخت ۴:۳۰ بجې پیلېږي.

د یادونې ده، چې افغانستان تر دې وړاندې ټسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه زمبابوې ته وبایلله.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcdj50fjyt0j96.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

وروستي خبرونه