دا په زړه پورې ده ۰
د ازبکستان د انرژۍ وزیر وايي، هغه اراده لري چې افغانستان ته د خپل هېواد د برېښنا صادرات زیات کړي.
ازبکستان هیله لري، چې افغانستان ته د برېښنا صادرات زیات کړي
د ازبکستان د انرژۍ وزیر وايي، هغه اراده لري چې افغانستان ته د خپل هېواد د برېښنا صادرات زیات کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د ازبکستان د انرژۍ وزیر جرابیک میرزامخمدوف پرون جمعې(د لړم ۹ مه) د هغه هېواد رسنیو ته وویل چې له افغانستان سره همکاري ښه وده کوي. ما په تیرو دوو میاشتو کې درې ځله هلته سفر کړی دی. افغانستان د خپل اقتصاد پراختیا او پیاوړتیا ته لیواله دی، او دا د انرژۍ سرچینو پرته ممکنه نه ده.

هغه زیاته کړه: د افغانستان د برېښنا د مصرف په تادیه کې هیڅ ځنډ یا ستونزې نشته.

د ازبکستان د انرژۍ وزیر د پل خمري د برېښنا د لیږد د لاین د پروژې د جوړولو د پیل اعلان وکړ او ویې ویل چې موږ به د همکارۍ پراخولو ته دوام ورکړو. د برېښنا لینونه لا دمخه ایښودل شوي او د برېښنا سب سټیشنونه د سورخندریا سیمې ته غځول شوي دي. اوس د نوي ۵۰۰ کیلو ولټه پل خمري لاین کار پیل شوی دی.

هغه وويل: د پروژې قرارداد په سپتمبر کې لاسليک شو او موافقه وشوه چې ټول کار به په 18 مياشتو کې بشپړ شي. د پروژې له بشپړېدو وروسته به افغانستان ته د برېښنا صادرات څو چنده زيات شي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcevf8zojh8vpi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

وروستي خبرونه