په هرات ولایت کې له ۱۰۰ څخه زیات صنعتي شرکتونه خپل محصولات بهرنیو بازارونو ته لیږي؛ دا رجحان د لویدیځ افغانستان په اقتصادي وده کې د پام وړ ونډه لري.
n هرات ولایت له ۱۰۰ څخه زیات صنعتي شرکتونه خپل محصولات بهرنیو بازارونو ته لیږي؛ دا رجحان د لویدیځ افغانستان په اقتصادي وده کې د پام وړ ونډه لري. د جمهور خبري آژانس د راپور له مخې، د هرات د صنایعو او کانونو د خونې مشر عبدالناصر امین، تار، المونیم کانتینرونه، مشروبات، خواړه او اچار د هرات د صادراتو مهم محصولات دي چې اروپا، امریکا او آسیا ته صادریږي. هغه زیاته کړه چې د هرات په صنعتي ښار کې تولید شوي تار نړیوال معیارونه پوره کوي او د ترکیې او چین په څیر هیوادونو ته صادریږي. امین همدارنګه ټینګار وکړ چې په وروستیو کلونو کې د کورنیو محصولاتو کیفیت او بسته بندي ښه شوې او اوس د هرات په فابریکو کې شاوخوا ۳۵۰ ډوله صادراتي توکي تولیدیږي. د هرات د صنایعو او کانونو د خونې د معلوماتو له مخې، د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له ۱۷۰۰ څخه زیات شرکتونه فعالیت کوي، چې شاوخوا ۱۵۰،۰۰۰ کسان په کې کار کوي. دا صنعتي ښارګوټی په هیواد کې یو له لویو تولیدي مرکزونو څخه دی او په لویدیځ افغانستان کې د کارموندنې او اقتصادي پراختیا په برخه کې مهم رول لوبوي. جمهورخبري آژانس