په قطر کې د طالبانو سفیر او په استانبول کې له پاکستان سره د مذاکره کوونکي ټیم غړی سهیل شاهین ویلي، اسلام آباد له اسلامي امارت څخه د دې تضمین غوښتنه کړې وه چې د پاکستان په خاوره کې به هیڅ ډول امنیتي پېښې نه رامنځته کېږي، خو دا غوښتنه ونه منل شوه، چې دا په دې خبرو اترو د بندېدو لامل شوه.










