دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د هند هېواد له لوري له افغانستان سره له ۱۶ ټنو زیات درمل او طبي توکي دوی ته وسپارل شول.
د هند له ۱۶ ټنو زیات درمل او طبي تجهیزات طالبانو ته وسپارل شول
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د هند هېواد له لوري له افغانستان سره له ۱۶ ټنو زیات درمل او طبي توکي دوی ته وسپارل شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې (د لړم ۱۱مه) په یوه بیان کې وویل چې هند له دې وزارت سره له ۱۶ ټنو څخه زیات درمل او طبي تجهیزات مرسته کړې ده.

په بیان کې زیاته شوې ده: دا درمل او تجهیزات د ویکتورونو له لارې لیږدول شویو ناروغیو د مخنیوي لپاره مرسته شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې درمل او تشخیصي کټونه به په مستقیم ډول په افغانستان کې د ملاریا او نورو ویکتورونو له لارې لیږدول شویو ناروغیو د مخنیوي لپاره د ملي پروګرام ملاتړ وکړي.

د طالبانو د روغتیا وزارت وویل چې دا مرستې د ملاریا، ډینګي تبه او لشمانیا په څیر ناروغیو سره د مبارزې لپاره د هیواد د ظرفیت د پیاوړتیا په هدف چمتو شوي دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcfeedyxw6dcea.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

وروستي خبرونه