د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په تخار او بدخشان ولایتونو کې د ۱۵۰ کیلوګرامو څخه زیاتو مخدره توکو د نیولو اعلان وکړ.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په تخار او بدخشان ولایتونو کې د ۱۵۰ کیلوګرامو څخه زیاتو مخدره توکو د نیولو اعلان وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه (د لړم ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په جلا عملیاتو کې په بدخشان ولایت کې ۸۵ کیلوګرامه مخدره توکي او له تخار ولایت څخه ۶۶ کیلوګرامه نور مخدره توکي نیولي دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې قضیو په تړاو اووه کسان هم نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي. جمهورخبري آژانس