دا په زړه پورې ده ۰
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې سره د درې شل اوریزه لوبو لړۍ ۳-۰ له دغه هېواد څخه وګټله.
کرکټ: افغانستان په درېیمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې سره د درې شل اوریزه لوبو لړۍ ۳-۰ له دغه هېواد څخه وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زمبابوې کې د زمبابوې په کوربتوب دغه درېیمه لوبه نن (یکشنبې د لړم ۱۱ مه) تر سر شوه، چې لومړی توپوهنه افغان ملي لوبډلې وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۰ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

رحمان الله ګربز په ۴۸ توبونو ۹۲، ابراهیم ځدراڼ په ۴۳ توپونو ۶۰ او صدیق اتل په ۱۵ توپونو ۳۵ منډې وکړې.

په دویمه پاڼې کې د زمبابوې توپوهنه هم ښه وه، خو د لوبغاړو پرلپسې سوځېدو یې ټوله لوبډله په شلو اورونو کې د ۲۰۱ منډو په کولو سره وسوځېده او دغه لوبه یې افغانستان ته د ۹ منډو په توپير وبایلله.

په توپ اچونه، کې عبدالله احمدزي درې، فرید ملک دوه، محمد نبي او مجیب الرحمن یو یو لوبغاړي وسوځول.

د دې لوبې په ګټلو سره افغانستان دغه لوبلړۍ درې صفر له زمبابوې وګټله او جام یې په خپل نوم کړ.

د یادونې ده، چې افغان ملي لوبډله تر دې وروسته له ویسټ انډیز او متحده عربي اماراتو سره لوبې لري.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcbzzb80rhbwzp.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

وروستي خبرونه