دا په زړه پورې ده ۰
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) استازي او په کابل کې د چین سفیر د هیواد د راستنیدونکو په اړه خبرې وکړې.
ملګرو ملتونو او چین د افغان راستنیدونکو په اړه خبرې وکړې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) استازي او په کابل کې د چین سفیر د هیواد د راستنیدونکو په اړه خبرې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د لړم ۱۲ مه) په یوه بیان کې وویل چې د UNHCR استازي عرفات جمال د چین له سفیر جاوا شینګ سره ولیدل.

دواړو خواوو د افغان راستنیدونکو وضعیت او د راستنیدونکو په ملاتړ کې د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په لارو چارو بحث وکړ.

دواړو خواوو د څو اړخیزې همکارۍ اهمیت هم تایید کړ.

جمهور خبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcjhaev8uqeoaz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

وروستي خبرونه