دا په زړه پورې ده ۰
 د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پلاوي د افغانستان په شمالي سیمو او په ځانګړې توګه بلخ او سمنګان کې د تېرې شپې زلزلې له کبله خواشیني څرګنده کړې ده.
اروپايي ټولنې افغانستان کې د زلزلې له اغېزمنو سره خواخوږي ښودلې 
 د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پلاوي د افغانستان په شمالي سیمو او په ځانګړې توګه بلخ او سمنګان کې د تېرې شپې زلزلې له کبله خواشیني څرګنده کړې ده.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په یوه اېکس پیغام کې د اروپايي ټولنې له لوري ویل شوي، دوی له اغېزمنو کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.
 
په پیغام کې زیاته شوې، «اروپايي ټولنه د افغانستان خلکو تر څنګ ولاړه ده، اې سي، ایچ، او- اسیا په سیمه کې د معلوماتو په ترلاسه کولو بوخته ده.»
 
طالب چارواکي وايي، د هېواد شمال کې د تېرې شپې په زلزله کې تر اوسه پورې ۵۶۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ښايي دا شمېره زیاته شي.
 
د امریکا د زلزلې سنجونې ادارې ویلي، د تېرې شپې زلزله ۶.۳ درجې وه او مرکز یې د سمنګان او مزارشریف تر منځ سیمه وه.

د زلزلې ټکانونه په سمنګان، بلخ، فاریاب، سرپل، تخار، کابل او کندوز ولایتونو کې هم احساس شوي دي.
 
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نن سهار (دوشنبې د لړم ۱۲ مه) په یوه ویډیو کې ویلي، د تېرې شپې د زلزلې له امله په سمنګان ولایت کې له ۲۰ زیات کسان مړه او له ۳۲۰ زیات ټپیان شوي دي.
 
هغه ویلي، د ژغورنې ټیمونه سیمې ته لېږل شوي او د دغې طبعیي پېښې ټپیان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول کېږي.
 
 بلخ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال ځدراڼ هم ویلي، د تېرې شپې په زلزله کې په دې ولایت کې ۴ تنه مړه او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.
 
هغه زیاته کړې، تر اوسه د څلورو تنو جسدونه مزارشریف ښار کې د بوعلي سینای بلخي حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
د ځدراڼ په وینا، د دې طبیعي پېښې یو شمېر ټپیان هم د درملنې لپاره دغه روغتون ته وروړل شوي دي.
 
 په ورته مهال مزارشریف ښار کې د بوعلي سینا بلخي روغتون باوري سرچینې وايي، د ټپیانو منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
  
دا شمېرې وروستۍ نه دي، ښايي هره شېبه د هېواد په شمال کې د شوې زلزلې د قربانیانو شمېر زیات شي.
 
ملګرو ملتونو هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوی او د شریکانو ټیمونه یې د افغانستان په شمال کې زلزله ځپلې سیمه کې شتون لري، تر څو اړتیاوې وارزوي او بېړنۍ مرستې وړاندې کړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د هېواد په ختیځ کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د سختې زلزلې له امله له ۵ زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس 
 
https://jomhornews.com/vdcfxedyvw6dcca.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته