د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وايي، د تېرې شپې زلزلې له کبله هغه برېښنايي مزي پرې شوي، چې له ازبکستان او تاجکستانه افغانستان ته د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږدوي.
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وايي، د تېرې شپې زلزلې له کبله هغه برېښنايي مزي پرې شوي، چې له ازبکستان او تاجکستانه افغانستان ته د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږدوي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، برېښنا شرکت مسوولینو په یوه اېکس پیغام کې ویلي، د لوړولتاژ دې مزو پرې کېدو له کبله د پلازمېنې کابل په ګډون د هغو ولایتونو برېښنا پرچا شوې، چې له دې لارې برېښنا ورکول کېده. مسوولین وايي، د دوی کارکوونکي د پرې شویو مزو ترمیمولو چټکې هڅې کوي. د یادونې ده، چې د تېرې شپې په زلزله کې په سمنګان او بلخ ولایتونو کې درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. ځايي طالبان چارواکو ویلي، تر اوسه پورې له ۵۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ښايي شمېره لوړه شي. دغه زلزله د ریشتر په کچه ۶.۳ درجې وه، چې تر ټولو ډېر زیان یې په همدې سمنګان او بلخ ولایتونو کې اړولی دی. جمهورخبري آژانس