د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د هیواد په شمالي ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو لپاره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د هیواد په شمالي ولایتونو کې د زلزلې قربانیانو لپاره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، نن سې شنبې (د لړم ۱۳ مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي: "زه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ویجاړونکې زلزلې له امله د ټولو اغیزمنو شویو کسانو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګندوم." هغه لیکلي: "زه د بشري مرستو غوښتنه کوم چې جنسیت پورې اړه ولري او د بشري حقونو پر بنسټ وي. زه د ژوندي پاتې شویو کسانو او مرستندویه کارکوونکو بریالیتوب غواړم." د یادونې وړ ده چې د دوشنبې په سهار د هیواد په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله له ۷۰۰ څخه ډیر کسان مړه او ټپیان شول. جمهورخبري آژانس