د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په پکتیا ولایت کې د چرسو د تولید او پروسس د یوې فابریکې د کشف اعلان وکړ.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په پکتیا ولایت کې د چرسو د تولید او پروسس د یوې فابریکې د کشف اعلان وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه (د لړم ۱۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د چرسو د تولید او پروسس یوه لویه فابریکه کشف او ویجاړه کړه. په اعلامیه کې ویل شوي چې له دې فابریکې څخه ۱۲ کیلوګرامه خام چرس او پنځه نورې کڅوړې د چرسو د جوړولو مواد ترلاسه شوي دي. په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو د ډنډ پټان ولسوالۍ څخه درې روږدي کسان راټول کړل او د درملنې لپاره یې اړوندو روغتونونو ته انتقال کړل. جمهورخبري آژانس