دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په شمال کې د شوې زلزلې مرګ ژوبله کابو ۱۰۰۰ تنو ته رسېدلې ده.
د افغانستان شمال کې د شوې زلزلې مرګ ژوبله کابو ۱۰۰۰ تنو ته ورسېده
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په شمال کې د شوې زلزلې مرګ ژوبله کابو ۱۰۰۰ تنو ته رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د مړو شمېر ۲۷ او د ټپیانو شمېر له ۹ سوه زیات شوی دی.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان نن سې شنبې (د لړم ۱۳ مه) په خپله اېکس پاڼه په یو ویډیو بیان کې ویلي، زیات تلفات په بلخ او سمنګان کې رامنځته شوي دي.

هغه و ویل«د دوه ورځو د ژغورنې په عملیاتو کې کوم وروستي ارقام چې له موږ سره شریک شوي دي له بده مرغه ۹۵۶ هیواد وال مو ټپیان شوي او ۲۷ نور شهیدان شوي دي، په دوی کې ۴۱۸ په شاوخوا کې کسان په سمنګان او ۴۳۵ په شاوخوا کې په بلخ کې ټپیان شوي دي.»

نوموړي ویلي دغه رازبغلان او سرپل ولایتونو کې یو یو تن مړ شوی دی۳۵ نور ټپیان او په کندوز او جوزجان کې ۶۸ تنه ټپیان شوي‌ دي.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویاند یوسف حماد رسنیو ته په استولي یو غږیز پیغام کې ویلي چې د ۲۵ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دا زلزله دوشنبې د لړم ۱۲ مه سهار وختي رامنځته شوه.

د امریکا د جیولوژیکي څېړنو ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶ عشاریه ۳ درجې یاد کړی او ویلي یې دي چې مرکز یې د مزار شریف ښار ته نژدې د ځمکې په تل کې ۲۸ کیلو متره ژور و.

دا په روان میلادي کال کې دوهمه مرګونې او شدیده زلزله ده چې سلګونه کورنۍ زیانموني.

له دې وړاندې د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱ مه د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړي ډول کونړ مرګونې زلزلې وځپه چې له امله یې د رسمي شمېرو له مخې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه او زرګونه نور ټپیان او دغه راز سلګونه کسان بې کوره شول، چې لا هم ګڼ شمېر اغیرمن کسان په خیمو کې له سرپنا پرته ژوند تېروي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcd950fjyt0jj6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته