دا په زړه پورې ده ۰
هند وایي، په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره یې پنځلس ټنه خوراکي مواد هغه هیواد ته واستول.
هند د افغانستان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه
هند وایي، په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره یې پنځلس ټنه خوراکي مواد هغه هیواد ته واستول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر له خپل سیال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره پرون دوشنبې په ټیلفوني خبرو کې همدارنګه ژمنه وکړه چې نورې روغتیایي مرستې به هم له افغانستان سره وشي.

د راپورله مخې هند په سیمه کې لومړنی هیواد دی چې د زلزله ځپلو لپاره افغانستان ته مرستې لیږي. چین هم نن سې شنبې اعلان وکړچې چمتو دی د زلزلې له زیانمنوشویو سره مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کیدونکو مرستو د څرنګوالي یادونه ونکړه خو یوازې دومره یې وویل چې چین چمتو دی چې له افغانستان سره د اړتیاوو په پوره کولو مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په وینا د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او نژدې زر نور ټپیان دي.

دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوی، د افغانستان شمالي ولایتونه په تېره بلخ او سمنګان ولړزول او ټکانونه یې ان په کابل او نورو ولایتونو کې هم حس شول.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcepf8zojh8vvi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

وروستي خبرونه