دا په زړه پورې ده ۰
پنجشېر - د پنجشېر ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په اسبار ولسوالۍ کې یو ښوونځی سوځول شوی دی.
په پنجشیر کې یو ښوونځی سوځول شوی دی
پنجشېر - د پنجشېر ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په اسبار ولسوالۍ کې یو ښوونځی سوځول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د اسبار په سیمه کې "پرانګل ښوونځي" اور لګېدلی او ودانۍ یې په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

د دې سرچینو په وینا، د ښوونځي ټول تجهیزات، میزونه او څوکۍ او رسمي اسناد په اور کې سوځیدلي او هیڅ شی یې نه دی پاتې شوی.

یوې سیمه ییزې سرچینې جمهور خبري اژانس ته وویل: "طالبانو تیره شپه دې ښوونځي ته اور واچاوه. له څو ساعتونو وروسته، ټوله ودانۍ په اور کې وسوځول شوه."

په هرصورت، نورې سرچینې وايي چې دا لا هم روښانه نه ده چې ښوونځی چا سوځولی دی.

د دې راپور د خپریدو تر وخته پورې په پنجشیر کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د یادونې وړ ده چې تیر کال هم په پنجشیر ولایت کې په ورته پیښه کې یو ښوونځی او کتابتون وسوځول شول.

جمهور خبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcenf8zojh8voi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته