په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) اجرایوي رییس په سمنګان ولایت کې د زلزلې قربانیانو ته د ۴۰۰ څخه زیاتو روغتیایی او د ژمنیو کټونو ویش اعلان کړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) اجرایوي رییس په سمنګان ولایت کې د زلزلې قربانیانو ته د ۴۰۰ څخه زیاتو روغتیایی او د ژمنیو کټونو ویش اعلان کړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) اجرایوي رییس تاج الدین اویولي تېره شپه (د لړم ۱۶ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: "په زلزله کې له زیان سره مخ کیدو وروسته، د افغانستان په شمال کې د سمنګان ولایت اغیزمنې کورنۍ هڅه کوي چې خپل ژوند بیا پیل کړي." هغه زیاته کړه: یونیسف اغیزمنو خلکو ته ۴۲۷ روغتیایی کټونه او د ژمنیو جامې ویشلي دي او نور ملاتړ په لاره کې دی. اویولي ټینګار وکړ چې یونیسف ژمن دی چې ماشومانو او کورنیو سره په عزت سره د رغیدو کې مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې په سمنګان ولایت کې په وروستۍ زلزله کې ۱۳ کسان شهیدان شوي او ۳۴۴ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، ۴۱۹ کورونه او ۱۲ جوماتونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۵۹۳ نور کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي. جمهور خبري اژانس