په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام وايي چې د اوبو ضعیف مدیریت او د شنه ځای نشتوالی د افغانستان د خلکو روغتیا ګواښي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام وايي چې د اوبو ضعیف مدیریت او د شنه ځای نشتوالی د افغانستان د خلکو روغتیا ګواښي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو رسنیو دفتر نن، یکشنبې (د لړم ۱۷ مه) د سازمان په اېکس پاڼه لیکلي: افغانستان د چاپیریال د تخریب سره مخ دی. سازمان وايي چې د کثافاتو او اوبو ضعیف مدیریت او د شنه ځای نشتوالی د خلکو روغتیا ګواښي. د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو ادارې ټینګار کړی چې د هدفمند ښاري پلان جوړونې او ټولنیزو اقداماتو له لارې، موږ کولی شو چاپیریال خوندي کړو او د خلکو ژوند ښه کړو. د یادونې وړ ده چې سږکال، د اقلیم د بدلون له امله د واورې او باران د نشتوالي له امله، د هیواد ډیری ښارونه دوړو ډک دي. جمهورخبري آژانس