د کډوالو ستونزو د حل لپاره د طالبانو عالي کمیسیون اعلان وکړ چې پرون له ایران او پاکستان څخه له ۲۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ راستنې شوې.
د کډوالو ستونزو د حل لپاره د طالبانو عالي کمیسیون اعلان وکړ چې پرون له ایران او پاکستان څخه له ۲۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ راستنې شوې. د جمهور خبري آژانس کډوالو ستونزو د حل لپاره د طالبانو عالي کمیسیون نن، دوشنبې (د لړم ۱۹ مه) اعلان وکړ چې پرون له ایران او پاکستان څخه ۲،۱۹۴ کډوالې کورنۍ هیواد ته راستنې شوې دي. کمیسیون وویل چې ۳۵ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پل له لارې، ۱۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې، ۱۶۶۷ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۳۷۶ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې او ۱۰۱ کورنۍ د هلمند د بهرامچه له لارې هیواد ته راستنې شوې دي. جمهورخبري آژانس