په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومتوب د لومړني پرمختګ ۷۰ مرکزونه د جوړولو اعلان وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومتوب د لومړني پرمختګ ۷۰ مرکزونه د جوړولو اعلان وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق نن دوشنبې (د لړم ۱۹ مه) په یوه بیان کې وویل چې دې ادارې د آسیایي بانک په مالي ملاتړ سره په افغانستان کې د ماشومتوب د لومړني پرمختګ ۷۰ مرکزونه جوړ کړي دي چې ۲۰،۰۰۰ ماشومان ترې ګټه پورته کوي. یونیسف وویل چې دا مرکزونه د میندو او د هغوی د ماشومانو ترمنځ اړیکه پیاوړې کوي. د یادونې وړ ده چې د ماشومتوب د لومړني پرمختګ مرکزونه هغه ادارې او سازمانونه دي چې په مختلفو برخو کې فعالیت کوي، پشمول د روغتیا، تغذیې، تعلیم او د ماشومانو د حقونو ساتنه. جمهورخبري آژانس