په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د ۹ میلیونه پسونو او وزو لپاره د واکسین کولو د پروسې د پیل اعلان وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د ۹ میلیونه پسونو او وزو لپاره د واکسین کولو د پروسې د پیل اعلان وکړ. د جمهور خبري اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د لړم ۱۹مه) په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان د کلیوالي نفوس شاوخوا ۷۰ سلنه د خوړو او عاید لپاره په څارویو تکیه کوي. په بیان کې زیاته شوې چې سازمان د کوچنیو شخوند وهونکو د طاعون په وړاندې د واکسین کمپاین پیل کړی دی، چې ۹ میلیونه پسونه او وزې به تر پوښښ لاندې راولي. FAO ټینګار وکړ چې دا کمپاین به د افغان کلیوالو د ژوند اساسي اړتیاوې خوندي کړي. د طبي معلوماتو له مخې، د کوچنیو شخوند وهونکو طاعون (PPR) یوه ډیره ساري ویروسي ناروغي ده چې پسونه، وزې او ځینې نور کوچني کورني او وحشي شخوند وهونکي لکه اوښان اغیزمنوي. دا ناروغي د لوړې تبې، د سترګو او پوزې څخه د خارجېدو، اسهال، ټوخي او خولې د زخمونو له امله رامنځته کېږي، او په چټکۍ سره د څاروي د وزن د کمښت او مړینې لامل کېږي. جمهورخبري آژانس