دا په زړه پورې ده ۰
د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې تاریخي سرې کلا ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله یې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هند کې چاودنه: کابو ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون دوشنبې د (لړم ۱۹ مه) ماښام مهال تاریخي سرې کلا ته څېرمه رامنځ ته شوې، چې د عیني شاهدانو په وینا غږ یې ډېر دروند وو.

د ډیلي پولیس چارواکي وايي، په چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۳۰ پورې ټپیان شوي دي.

د ډيلي د پوليسو وياند سنجې تياګي وايي، پد چاودنې د لامل د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.

د چاودنې له امله په نوي ډيلي، ممبی او د ګاونډ ایالتونو کې د تیارسئ یا خبرداري امر شوی دی.

د ډېلي پوليسو يوه مشر ستېش ګولچا خبريالانو ته ويلي، "چاودونه په يوه ورو روان موټر کې شوې چې سپرلۍ په کې وې. د چاودنې له کبله نورو موټرو هم اور اخیستی دی."

د هند لومړي وزیر د پلټنو امر کړی وايي، عاملین به یې بې ځوابه پاتې نه شي.

تر اوسه د چاودنې نوعیت او دا چې چا کړې نه ده معلومه.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdccs4qs42bq4s8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته