د طالبانو یو ویاند وايي چې دې ډلې په کابل کې ۱۷۰ پراختیايي پروژې بشپړې کړې دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (د لړم ۲۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، سږ کال د کابل ښاروالۍ په کابل کې ۲۵۸ پروژې پلان کړې وې چې ۸.۱۲ ملیارد افغانۍ لګښت یې درلود. هغه زیاته کړه: له دې پروژو څخه ۱۷۰ پروژې بشپړې شوې او پاتې نورې د پلي کېدو په حال کې دي. د مجاهد په وینا، ۱۴۲ نورې پروژې د خیریه موسسو لخوا تمویل کیږي، چې د کابل ښاروالۍ لخوا اداره او څارنه کیږي. جمهورخبري آژانس